ماري لوئیز (زوکړه: د ۱۷۹۱ زکال د ډسمبر ۱۲مه – مړینه: د ۱۸۴۷ زکال د ډسمبر ۱۷مه) اتریشي لویه دوشس وه چې د ۱۸۱۴ زکال د اپرېل له ۱۱مې نېټې څخه یې د خپلې مړینې تر مهاله د پارما د دوشس په توګه واکمني وکړه. نوموړې د ناپلیون دویمه مېرمن وه چې د ۱۸۱۰ زکال د اپرېل په لومړۍ نېټه له واده کولو وروسته د ۱۸۱۴ زکال د اپرېل په ۶مه نېټه له واک څخه د خپل مېړه د ګوښه کېدو تر مهاله د فرانسې او ایټالیا ملکه وه.

ماري لوئیز د روم د سپېڅلې سترواکۍ او د اتریش د سترواکۍ د سترواک دویم فرانسېس او د هغه د دویمې مېرمنې، د ناپل او سیسلي د ماریا تریزا د لور په توګه په داسې یوه دوره کې را لویه شوه چې د اتریش او انقلابي فرانسې ترمنځ د بې وقفې نښتو پر مټ مشخصه کېږي. دغه مهال د ناپلیون بوناپارټ له خوا اتریش ته یو لړ پوځي ماتې او د هغو له امله پریمانه انساني تلفات لامل وګرځېدل څو فرانسېس دې ته اړ کړي چې د روم سپېڅلې سترواکي منحل کړي. د پنځم ائتلاف د جګړې پای په ۱۸۱۰ زکال کې د ناپلیون او ماري لوئیز ترمنځ د واده لامل وګرځېد او له امله یې د اتریش او د فرانسې د سترواکۍ ترمنځ د سولې او ملګرتیا یوه لنډه دوره پیل شوه. ماري لوئیز له دې سره چې د فرانسې سره په مخالفت کې را لویه شوې وه، خو له ناپلیون سره یې د واده له پرېکړې سره هوکړه وکړه. د دوی دواړو یو زوی وزیږېد چې د زوکړې له مهاله د روم پاچا، وروسته هم د رایشتات دوک او د لنډ مهال لپاره د دویم ناپلیون په توګه د خپل پلار ځای ناستی شو.

د ناپلیون شتمني په ۱۸۱۲ زکال کې په روسیه باندې له نابریالي برید وروسته په پام وړ کچه راکمه شوه. اروپايي ځواکونو له دې ډلې اتریش یو ځل بیا د فرانسې پر وړاندې ګام اوچت کړ او د شپږم ائتلاف په جګړې سره یې ناپلیون له واکه ګوښه او هغه یې البا ته تبعید کړ. په ۱۸۱۴ زکال کې د فونټن بلو هوکړې پر مټ د پارما، پیاچنزا او ګواستالا دوک نشینه سیمې ماري لوئیز ته وسپارل شوې او د خپلې مړینې تر مهاله پورې یې په دغو سیمو حکومت وکړ.

ناپلیون په ۱۸۲۱ زکال کې ومړ او ماري یې له مړینې وروسته دوه ځله واده وکړ. نوموړې په ۱۸۲۹ زکال کې د کنټ آدم البرټ فون نیپرګ (واده: ۱۸۲۱ زکال) له مړینې وروسته په ۱۸۳۴ زکال کې له کنټ چارلز رنه ډو بومبلس سره واده وکړ چې خانه سامان یې و. ماري د ۱۸۴۷ زکال پر مهال په پارما کې مړه شوه.

لومړنی ژوند

د اتریش لویه دوشس ماری لوئیز د ۱۷۹۱ زکال د ډسمبر په ۱۲مه د ویانا په هافبورګ ماڼۍ کې وزیږېده؛ دا د اتریش د ارشیدوک فرانسېس او د هغه د دویمې ښځې، د ناپل او سیسلي د ماریا ترزا لور وه. په هغې باندې د خپلې انۍ ماري لوئیز نوم کېښودل شو چې د روم د سپڅلې سترواکۍ ملکه وه. یو کال وروسته یې پلار د دویم فرانسېس په توګه د روم د سپېڅلې سترواکۍ سترواک شو. ماري لوئیز د خپلو دواړو والدینو له اړخه د ملکې ماریا ترزا لمسۍ وه ځکه چې مور یې د پلار د تره لور وه. سربېره پر دې د مور له اړخه د ناپل د ملکې ماریا کارولینا لمسۍ وه چې د ماري انتوانت خور وه. [۱][۲]

د ماري لوئیز د ودې کلونه د فرانسې او د دوی د کورنۍ ترمنځ د شخړو په دوره کې تېر شول. هغه په داسې توګه و روزل شوه چې له فرانسې او له فرانسوي لیدلورو څخه یې کرکه لرله. د هغې روزنیزې چارې د فرانسوۍ سلطنتي لارښودې ویکټوریا ډي فولیوټ ډي کرانویل تر څار لاندې وې. ماري لوئیز د خپلې انۍ، ماریا کارولینا تر اغېز لاندې راغله چې د فرانسې انقلاب ته یې سپکاوی کاوه او له امله یې بالاخره د هغې خور ماري انتوانت ووژل شوه. د دریم ائتلاف جګړې اتریش له نابودۍ سره مخ کړ او له امله یې د ناپلیون پر وړاندې د ماري کرکه لا زیاته شوه. د دوی سلطنتي کورنۍ په ۱۸۰۵ زکال کې اړ شوه له ویانا څخه تېښتې ته مخه کړي. ماري لوئیز په ۱۸۰۶ زکال کې ویانا ته له بېرته راګرځېدو وړاندې هنګري او بیا ګالیسا ته پناه یووړه. پلار یې د روم د سپېڅلې سترواکۍ د سترواک لقب له ځانه لرې کړ خو د اتریش سترواک پاتې شو. [۳][۴][۵][۶][۷]

له دې امله چې هغه دې بریالي واده لپاره چمتو کړي، والدینو یې د ګڼ شمېر ژبو زده کړې ته سوق کړه. هغې د خپلې مورنۍ جرمنۍ ژبې سربېره په انګریزي، فرانسوي، ایټالوي، لاتین او هسپانوي ژبو خبرې کولای شوې. [۸]

په ‍۱۸۰۷ زکال کې هغه مهال چې ماري لوئیز ۱۵ کلنه وه، مور یې د ماشوم د سقط له امله مړه شوه. لا یو کال نه و تېر شوی چې پلار یې سترواک فرانسېس د خپل بل تره له لور ماري لوډویکا بئاتریکس سره واده وکړ چې له ماري لوئیز څخه یوازې ۴ کاله مشره وه. له دې سره هم بئاتریک د ماري لپاره د مور رول لوباوه. هغه هم له فرانسویانو سره له دې امله مخالفه وه چې د هغې پلار یې د موډنا له دوک توب څخه محروم کړی و. [۹][۱۰][۱۱]

د فرانسې او اتریش ترمنځ بله جګړه په ۱۸۰۹ زکال کې پیل شوه چې له امله یې اتریش یو ځل بیا ماته وخوړه. د مۍ په دوولسمه د ښار له تسلیم کېدو وړاندې د دوی کورنۍ اړ شوه بیاځلي له ویانا څخه تېښتې ته مخه کړي. د دوی دغه سفر چې په کې بودا ته ورسېدل د خرابې هوا له امله له ستونزو څخه ډک و؛ «دوی په بشپړه توګه لانده شوي و او همدارنګه د ستړیا له امله په ډېر ناوړه حالت کې وو».[۱۲][۱۳][۱۴]

د واده وړاندیز

سترواک ناپلیون په ویانا کې د ترور له یوه برید څخه په ژوندي پاتې کېدو سره چې د ۱۸۰۹ زکال د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د شونبرون د هوکړې اړوند د مذاکراتو پر مهال ورباندې ترسره شو؛ پرېکړه یې وکړه چې د خپلې نسبتا تازه سترواکۍ لپاره یو وارث ته اړتیا لري. سربېره پر دې هغه د خپل مشروعیت په موخه هڅه کوله چې د اروپا له یوې مخکښې سلطنتي کورنۍ سره خېښي وکړي. له همدې امله هغه خپلې لومړنۍ مېرمنې ژوزفین ډي بیوهارنایس ته د طلاق ورکولو په موخه لاس په کار شو؛ ځکه چې له هغې څخه یې زوی نه درلود او نور یې غوښتل ځانته نوې ملکه پیدا کړي. هغه لېوالتیا لرله چې د روسیې د لومړي تزار الکساندر له کوچنۍ خور لویې دوشس انا پاولونا سره واده وکړي؛ دغې چارې د اتریش اندېښنه راوپاروله چې د دوه متحدو قدرتونو ترمنځ به تر پښو لاندې شي. د مترنیخ د شهزاده په هڅونې د ناپلیون او ماري د واده وړاندیز د ناربون کنټ ته د سترواک فرانسېس له خوا وشو، خو له دې سره هم له اتریشي پلوه کوم رسمي وړاندیز شتون نه درلود. ورته مهال د پاریس او اتریش چارواکو د اتحادیې په جوړولو کار پیل کړی و، خو ماري لوئیز له دغو تحولاتو څخه بې خبره ساتل شوې وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ناپلیون چې د واده په مذاکراتو کې د روسانو له ناغېړۍ ناهیلی شوی و، د ۱۸۱۰ زکال د جنوري په وروستیو کې یې خپل وړاندیز رد کړ او له ماري لوئیز سره یې د واده کولو په موخه له اتریشي سفیر، د شوارزنبرګ له شهزاده سره مذاکره پیل کړه. شوارزنبرګ د واده هوکړه د فبروري میاشتې په اوومه نېټه لاسلیک کړه. ماري لوئیز ته د مترنیخ له خوا د هغې د واده خبر ورکړل شو. [۲۱][۲۲][۲۳]

د لومړني ماشوم زیږون

ماري لوئیز د ۱۸۱۰ زکال په جولای میاشت کې امېدواره شوه او د ۱۸۱۱ زکال د مارچ په ۲۰مه نېټه یې زوی وزېږېد. دغه ماشوم، ناپلیون فرانسوا ژوزف چارلز بوناپارټ، ته د روم د پاچا لقب ورکړل شو ځکه چې د موجود دود له مخې د روم د سپېڅلې سترواکۍ څرګند وارث د رومیانو پاچا بلل کېده. ناپلیون د خپلې ښځې د روغتیايي وضعیت له ښه والي څخه په خبرېدو ډېر خوښ شو او وه یې ویل: «د دې پر ځای چې هغه دې بیا دومره رنځ وزغمي دا غوره بولم چې بل زوی ونلرم».[۲۴][۲۵]

ماري لوئیز په بشپړه توګه له خپل ماشوم سره بوخته شوه؛ هر سهار به یې هغه ځان ته راووړ او ټوله ورځ به یې په خپل استوګنځي کې له هغه سره تېروله. [۲۶]

مړینه

ماري لوئیز د ۱۸۴۷ زکال د ډسمبر په ۹مه نېټه ناروغه شوه. په راتلونکو څو ورځو کې یې روغتیايي حالت لا پسې خراب شو. د سپټمبر په ۱۷مه نېټه له دوامداره استفراق کولو وروسته بېهوښه شوه او بیا هېڅکله په هوښ رانغله. دا د همدغې ورځې په ماښام مړه شوه. د هغې د مړینې لامل پلوریت ناروغي وبلل شوه. مړی یې ویانا ته راولېږدول شو او په سلطنتي هدیره کې خښه کړای شوه. [۲۷]

سرچينې

  1. de Saint-Amand, p. 1
  2. de Saint-Amand, p. 1
  3. de Saint-Amand, p. 2
  4. Cuthell, Edith E: Vol 1: An imperial victim : Marie Louise, Archduchess of Austria, Empress of the French, Duchess of Parma, 1911
  5. de Saint-Amand, p. 4
  6. de Saint-Amand, p. 3
  7. de Saint-Amand, p. 2
  8. Schom, Alan. Napoleon Bonaparte. p. 548
  9. de Saint-Amand, p. 4
  10. de Saint-Amand, p. 5
  11. de Saint-Amand, p. 6
  12. de Saint-Amand, p. 21
  13. de Saint-Amand, p. 22
  14. de Saint-Amand, p. 24
  15. de Saint-Amand, p. 10
  16. Bertier de Sauvigny, p. 116
  17. de Saint-Amand, p. 15
  18. de Saint-Amand, p. 12
  19. de Saint-Amand, p. 20
  20. de Saint-Amand, p. 18
  21. de Saint-Amand, p. 22
  22. de Saint-Amand, p. 21
  23. de Saint-Amand, p. 24
  24. de Saint-Amand, p. 95
  25. de Saint-Amand, p. 98
  26. de Saint-Amand, p. 141
  27. Schiel, p. 354–355